معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر دفتر د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅې پیل کړي

قطر دفتر د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅې پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قطر کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر رییس ويلي، دغه دفتر د نړۍ له خوا د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې پیل کړي دي.
نوموړی زیاته کړې، چې دغه دفتر له نورو هېوادونو سره د افغان حکومت د اړیکو ټینګښت، افغانستان ته د بشري مرستو راجلبولو او په دغه هېواد کې د پراختیايي پروژو بیا پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سرپرست حکومت سیاسي دفتر د ۱۳۹۲هجري لمریز کال د غبرګولي په ۲۷ مه نېټه پرانیستل شو او هغه مهال يې موخه د سولې خبرې او د افغانستان د ستونزې سوله‌ ییز حل و او د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره، اوس دا دفتر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پله په حیث کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس