کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قطر کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسی دفتر رییس ویلی، دغه دفتر د نړۍ له خوا د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې پیل کړی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغه دفتر له نورو هېوادونو سره د افغان حکومت د اړیکو ټینګښت، افغانستان ته د بشری مرستو راجلبولو او په دغه هېواد کې د پراختیایی پروژو بیا پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سرپرست حکومت سیاسی دفتر د ۱۳۹۲هجری لمریز کال د غبرګولی په ۲۷ مه نېټه پرانیستل شو او هغه مهال یې موخه د سولې خبرې او د افغانستان د ستونزې سوله ییز حل و او د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره، اوس دا دفتر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پله په حیث کار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ