کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس ډاکټر محمد صلاح ابراهیم او ورسره مل پلاوی د کلیو او پراختیا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلی، چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې خلک یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دی د اوبو رسولو پروژې پلې کوی.
په ورته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې ویلی، چې د پروژو د تطبیق په برخه کې باید لومړیتوبونه په پام کې ونیول شی، څو دغه پروژې د متوازن پرمختګ پر اساس پلی شی.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پاکو اوبو د رسولو چارې ګړندۍ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ