کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د قطر سفارت سلاکار مردیف القشوتی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین سره لیدنه کې ویلی، د افغانستان د کلتوری ارزښتونو په رغونه کې ونډه اخېستل خپل انسانی مکلفیت ګڼی.
اطلاعاتو کلتور وزارت ویلی، قطر چمتووالی ښودلی، چې د دوه اړخیز تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوری او تاریخی ابداتو او مرکزونو په پیاوړتیا او جوړونه کې اساسی ونډه واخلی.
د دغه وزارت د هنر او کلتور معین ویلی، افغانستان د تاریخی او هنری اثارو له اړخه بډایه هېواد دی او د اسلامی معمارۍ، خطوطو، میناتورۍ، موزیمونو او نورو کلتوری برخو د څېړنو او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او کارکولو ته چمتو دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ