معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر د مذاکراتو منځګړیتوب پرېښودلو او د حماس دفتر تړلو اوازې رد کړې

قطر د مذاکراتو منځګړیتوب پرېښودلو او د حماس دفتر تړلو اوازې رد کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر بهرنیو چارو وزارت د غزې اړوند مذاکراتو د منځګړیتوب د پرېښودلو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وګڼل.

یاد هېواد زياته کړې، چې قطر اړوندو خواوو ته ویلي، چې په هغه صورت کې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینې جدي هڅې موجودې شي، نو د خپلو هڅو بیا پیلولو ته چمتو ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د قطر خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، دوی لس ورځې مخکې د وروستیو مذاکراتو پر مهال اړونده خواوې خبرې کړې وې، چې که په دې پړاو کې توافق ته ونه رسیږي، نو دوی به د حماس او اسراییل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې موقتا وځنډوي.

د دوی په خبره کله چې د جګړې پای ته رسولو لپاره اړینې جدي هڅې رامنځته شي، قطر به بیا د خپلو شریکانو سره دا هڅې پیل کړي.

ماجد الانصاري د اسرایيلو لخوا د مذاکرتو پروسې په اړه د ناسم چلند او له دې پروسې د خپلو شومو اهدافو لپاره د ناوړه ګټې اخېستنې ته په اشارې ويلي، قطر نه غواړي چې د منځګړیتوب رول یې د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي؛ ځکه د دوی په خبره د لومړني اوربند او د ښځو او ماشومانو د تبادلې وروسته موږ د تړونونو په اړه ناسم چلند ولید، په ځانګړې توګه د هغو ژمنو په اړه چې د منځګړیتوب له لارې ورسره توافق شوی و او د مذاکراتو پر دوام د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي مقاصدو د پوره کولو هڅه کېده.

رويټرز خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی و، چې قطر به د غزې د اوربند د منځګړیتوب هڅو څخه تر هغې لاس واخلي، څو چې ښکېلې خواوې د خبرو د مېز ته د راستنیدو لپاره رښتینی چمتووالی وښيي.

د حـ ـماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ یوه مشر هم د فرانس پرېس خبري آژانس سره خبرو کې دا اوازې ناسمې بللي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس