قطر د مذاکراتو منځګړیتوب پرېښودلو او د حماس دفتر تړلو اوازې رد کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر بهرنیو چارو وزارت د غزې اړوند مذاکراتو د منځګړیتوب د پرېښودلو په اړه خپاره شوی راپورونه ناسم وګڼل.

یاد هېواد زیاته کړې، چې قطر اړوندو خواوو ته ویلی، چې په هغه صورت کې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینې جدی هڅې موجودې شی، نو د خپلو هڅو بیا پیلولو ته چمتو ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاری د قطر خبری آژانس سره په خبرو کې ویلی، دوی لس ورځې مخکې د وروستیو مذاکراتو پر مهال اړونده خواوې خبرې کړې وې، چې که په دې پړاو کې توافق ته ونه رسیږی، نو دوی به د حماس او اسراییل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې موقتا وځنډوی.

د دوی په خبره کله چې د جګړې پای ته رسولو لپاره اړینې جدی هڅې رامنځته شی، قطر به بیا د خپلو شریکانو سره دا هڅې پیل کړی.

ماجد الانصاری د اسراییلو لخوا د مذاکرتو پروسې په اړه د ناسم چلند او له دې پروسې د خپلو شومو اهدافو لپاره د ناوړه ګټې اخېستنې ته په اشارې ویلی، قطر نه غواړی چې د منځګړیتوب رول یې د فشار د وسیلې په توګه وکارول شی؛ ځکه د دوی په خبره د لومړنی اوربند او د ښځو او ماشومانو د تبادلې وروسته موږ د تړونونو په اړه ناسم چلند ولید، په ځانګړې توګه د هغو ژمنو په اړه چې د منځګړیتوب له لارې ورسره توافق شوی و او د مذاکراتو پر دوام د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسی مقاصدو د پوره کولو هڅه کېده.

رویټرز خبری آژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی و، چې قطر به د غزې د اوربند د منځګړیتوب هڅو څخه تر هغې لاس واخلی، څو چې ښکېلې خواوې د خبرو د مېز ته د راستنیدو لپاره رښتینی چمتووالی وښیی.

د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ یوه مشر هم د فرانس پرېس خبری آژانس سره خبرو کې دا اوازې ناسمې بللی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.