معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر د ۱۶۹ د سوري زړه افغان ماشومانو درملنه کوي

قطر د ۱۶۹ د سوري زړه افغان ماشومانو درملنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مسوول ډاکټر محمد صاح ابراهیم د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص سره د ۱۶۹ سوري زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لاسلیک کړې.

د دې هوکړې د لاسلیک پرمهال د افغاني سرې میاشې ټولنې مشر د قطر سرې میاشتې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه مننه کړې، چې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې یې افغانۍ سرې میاشتې ټولنې ته د مرستې لاس ورکړی دی.

د یادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳زره ۹۴ د سوري زړه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او په زرګونو نور لا هم خپل نوبت او درملنې ته انتظار کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس