کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مسوول ډاکټر محمد صاح ابراهیم د افغانی سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص سره د ۱۶۹ سوری زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لاسلیک کړې.
د دې هوکړې د لاسلیک پرمهال د افغانی سرې میاشې ټولنې مشر د قطر سرې میاشتې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه مننه کړې، چې د سوری زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې یې افغانۍ سرې میاشتې ټولنې ته د مرستې لاس ورکړی دی.
د یادونې ده چې په تېرو دوو کلونو کې افغانی سرې میاشتې ټولنې ۳زره ۹۴ د سوری زړه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلی او په زرګونو نور لا هم خپل نوبت او درملنې ته انتظار کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ