معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي

قطر راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر سرې میاشتې د مرستو او نړیوالې پراختیا مشر دوکتور محمد صلاح ابراهیم د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره لېدنه کې ژمنه کړې، چې د راستانه شویو کډوالو لپاره به کورونه جوړ کړي.

دوکتور صلاح ابراهیم ویلي، دا چې څومره کورونه به جوړ او څه وخت به یې عملي چارې پیل شي، د قطر خېریه صندوق سره له مشورو وروسته به یې په اړه جزیات په ډاګه شي.

د قطر سرې میاشتې رییس همدا راز د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو سره د بشري مرستو په رسولو خبرې کړي دي.

د قطر سرې میاشتې وړاندې تر دې کندهار کې د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو ژمنه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس