کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر سرې میاشتې د مرستو او نړیوالې پراختیا مشر دوکتور محمد صلاح ابراهیم د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره لېدنه کې ژمنه کړې، چې د راستانه شویو کډوالو لپاره به کورونه جوړ کړی.
دوکتور صلاح ابراهیم ویلی، دا چې څومره کورونه به جوړ او څه وخت به یې عملی چارې پیل شی، د قطر خېریه صندوق سره له مشورو وروسته به یې په اړه جزیات په ډاګه شی.
د قطر سرې میاشتې رییس همدا راز د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو سره د بشری مرستو په رسولو خبرې کړی دی.
د قطر سرې میاشتې وړاندې تر دې کندهار کې د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو ژمنه هم کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ