قطر مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر قطر مېشتو افغان پانګوالو د سرپرست حکومت له سیاسی مرستیال سره کتنه کې له سرپرست حکومت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د خبر پر بنسټ دغو سوداګرو ویلی، چمتو دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی او غوښتنه یې کړې، چې په افغانستان کې د یووالی ټینګښت، د بنسټونو د رغولو او پر نظام د ټولو افغانانو د راټولولو لپاره دې لا ډېر کار وشی.

په دې کتنه کې سیاسی مرستیال ویلی، افغانستان یو خپلواک، آزاد او ملی حاکمیت لری چې د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.

هغه ویلی، چې په تېرو دریو کلونو کې افغانستان کې د سیاست، اقتصاد او امنیت برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوی دی.

نوموړی قطر کې له مېشتو سوداګرو غوښتی، چې افغانستان کې پانګونه وکړی او له دې لارې د هېواد رغولو کې ونډه واخلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.