ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) د راپورونو پر بنسټ د قطر الغرافې بنسټ ژمنه کړې چې د ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې د نیمګړو پروژو کارونه بېرته پیل کړی.
د الغرافې مشر شاهد جواد ویلی چې د ښار جوړولو وزارت دې د دوی د پروژو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړی څو دوی یې په نیمه کې پاتې کارونه له سره پیل کړی.
الغرافه بنسټ د ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې په کابل کې یو استوګنیز ښارګوټی رغوی چې کارونه یې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړ دی.
د الغرافې مشر ویلی چې د نیمه کاره پروژو په بشپړولو سره به د ښارجوړولو وزارت نور پروپوزلونه هم ومنی او له افغانستان سره به خپلې مرستې جاری وساتی.
گهیځ