قطر کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.

د خبر پر بنسټ په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان سرپرست حکومت له پلاوی سره د رسنیو له حضور پرته خبرې وکړې.

دې ناستې ته د سرپرست حکومت پلاوی پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل.

نوموړی زیاته کړې، چې افغانستان د خصوصی سکتور سره د همکارۍ او د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لری، چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه.

په سولې او سیاسی چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې روزماری دی‌ کارلو هم چې د دې ناستې مشری یې کوله، د یادې غونډې په پای کې وویل، هیله‌ منده ده چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترسره شویو خبرو او تعامل له لارې د حکومتولۍ برخه کې پرمختګونو راشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.