کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۶ نېټه):
ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ قطر د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وی.
زلمی خلیلزاد د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو له عمومی منشی څخه غوښتی، چې د دغې غونډې پرمټ افغانستان کې د بین الافغانی مذاکراتو لپاره یوه لار نقشه جوړه کړی.
خلیلزاد پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلی، چې قطر کې د راتلونکې اونۍ په غونډه کې باید له طالبانو سره غونډه وشی، څو د دوحې د هوکړې بشپړ تطبیق ته د دې ډلې ژمنتیا یو وار بیا تایید شی.
خلیلزاد دغه ټینګار په داسې مهال کوی، چې د سرپرست افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو په کراتو ټینګار کړی، چې دوی د دوحې هوکړې ته بشپړه ژمنتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ