لاریونوال امریکا ته؛ د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړئ

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) کابل ښاریانو د امریکا له لوری د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو لپاره ولسی لاریون وکړ.
لاریونوالو په یو غږ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانانو پانګه ازاد کړی. دوی ټینګار وکړ چې امریکا په غیر قانونی توګه د افغانستان د خلکو پانګه کنګل کړې او دا کار دوی ته د منلو نه دی.
پر دې برسېره د ولسی لاریون ګډونوالو د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ خوشی کېدو، د افغانانو له ځورولو د لاس اخیستو او د لوږې د مخنیوی غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې، په هېواد کې تر سیاسی بدلون وروسته د امریکا حکومت د افغانستان نېږدې لس میلیارده ډالر پانګه کنګل کړې ده.
د اسلامی امارت د راتګ څلور میاشتې تېرې شوې، خو لاهم امریکا د افغانانو شخصی پانګه نه ده ازاده کړې.
د افغانستان په تړاو د اسلامی همکاریو سازمان په تېره ناسته کې هم د افغانانو د پانګې د ازادېدو غوښتنه وشوه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.