معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لاهور د نړۍ په کچه لومړی درجه ککړ ښار وپېژندل شو

لاهور د نړۍ په کچه لومړی درجه ککړ ښار وپېژندل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې  ملګرو ملتونو کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د پاکستان په دوهم ستر ښار لاهور کې د هوا د ککړتیا کچه په بې سارې ډول لوړه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه اندازه له هغې څلوېښت برابره ډېره خطرناکه ده، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د معیار له مخې د منلو وړ ده.

ياد سازمان په رسمي ډول د دغه ۱۴ ميلیوني نفوس لرونکي ښار د هوا د ککړتیا کچه د نړۍ د تر ټولو لوړې کچې ککړې هوا په توګه ثبت کړې ده.

تر اوسه د دې ښار هوا تر دې بریده نه وه ککړه شوې.

ځايي چارواکو ویلي، ښايي تر څو راتلونکو ورځو د هوا ککړتیا په همدې کچه لوړه پاتې شي.

د هوا د ککړتیا کچه چې له ۱۸۰ نمرو واوړي، روغتیا ته خطرناکه ګڼل کیږي، خو لاهور کې یې اوس د ککړتیا کچه ۱۰۶۷ نمرو ته رسېدلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس