کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، د پاکستان په دوهم ستر ښار لاهور کې د هوا د ککړتیا کچه په بې سارې ډول لوړه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه اندازه له هغې څلوېښت برابره ډېره خطرناکه ده، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د معیار له مخې د منلو وړ ده.
یاد سازمان په رسمی ډول د دغه ۱۴ میلیونی نفوس لرونکی ښار د هوا د ککړتیا کچه د نړۍ د تر ټولو لوړې کچې ککړې هوا په توګه ثبت کړې ده.
تر اوسه د دې ښار هوا تر دې بریده نه وه ککړه شوې.
ځایی چارواکو ویلی، ښایی تر څو راتلونکو ورځو د هوا ککړتیا په همدې کچه لوړه پاتې شی.
د هوا د ککړتیا کچه چې له ۱۸۰ نمرو واوړی، روغتیا ته خطرناکه ګڼل کیږی، خو لاهور کې یې اوس د ککړتیا کچه ۱۰۶۷ نمرو ته رسېدلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ