ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه اود مارچ ۳مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د افغانستان په اړه رپوټ وړاندې کړ.
مېرمن لاینز وویل د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو په ۳۷۹ ولسوالیو کې نږدې ۲۰ میلیون کسانو سره تر یوه بریده مرسته کړې او دا مهال چې ژمی په ختمېدو او د پسرلی موسم رانږدې دی، “ښایی” د هغې پراخې ولږې مخه اړول شوې چې اندېښنه یې وه.
نوموړې دغه راز څرګنده کړه، چې دا لنډمهاله مرستې اوږدمهاله درد نشی دوا کولی “که واقعیت وویل شی په دغو مرستو مو یوازې یو څه وخت اخیستی دی”.
هغې ټینګار وکړ د دې لپاره په کار ده چې لارې چارې ولټول شی، څو افغانستان ۶ میاشتې وروسته بیا له هغه وضعیت سره مخ نه شی چې شپږ میاشتې مخکې ورسره لاس او ګرېوان و.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې د امنیت شورا دې ناستې ته وویل “راځئ دا روښانه کړو – موږ باور نه لرو چې له واکمنو چارواکو سره له کار پرته دې افغانانو سره په رښتیا مرسته وکړی شو.”
هغې وویل که څه هم ځینو ته به ښایی د دې منل ستونزمن وی، خو دا کار له واکمنو چارواکو سره له لاس یو کولو پرته نه کېږی.
دیبورا لاینز وایی که د افغانستان لپاره د یوناما د ماموریت دوام تایید او د راتلونکې څرنګوالی معلوم شی، نو دوی به د نړیوالې ټولنې په استازولۍ د افغانانو لپاره د یوې داسې راتلونکې جوړېدو کې مرسته وکړی، چې سوکاله به وی، حقونو ته به یې درناوی کېږی او جګړه به پکې نه وی.
هغې زیاته کړه چې دا به افغانانو ته دا پیغام هم ولېږدوی چې نړیوالو له یاده نه دی ایستلی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به تر راتلونکې دوو اونیو د یوناما د ماموریت په اړه پریکړه وکړی.
گهیځ