کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایرانی او چینایی رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان یوې بې پیلوټه الوتکی د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو کور په مستقیم ډوله په نښه کړی.
د ایران تسنیم خبری آژانس ویلی، صهیونیستی رژیم پوځ قیساریه سیمه کې له یوې ودانۍ سره د بې پیلوټه الوتکې جنګېدل تایید کړی دی.
د اسراییلو لومړی وزیر له دفتر په نشر شویو معلوماتو کې ویل شوی، چې دغې بې پیلوټه الوتکې ته له لبنان څخه پرواز ورکړل شوی چې د ۷۰ کیلومټره واټن وهلو سره په مستقیم ډول د نتنیاهو کور سره جنګېدلی.
بل لور د نتنیاهو دفتر ویلی، د برید په شېبه کې نتنیاهو او مېرمن یې په کور کې نه وو، چې له امله یې دوی ته د سر زیان نه دی اوښتی.
دا څرګندونې داسې وخت کیږی، چې په منځنی کې کړکېچ زیات شوی او ښکېلو لورو یو بل ته د غچ اخیستو ګوتڅنډنه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ