کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان ولسمشر جوزف عون د نږدې دوه کلن موقت حکومت وروسته پرون د نواف سلام په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړ.
دا حکومت ۲۴ وزیران لري او د سیاسي ګوندونو تر اوږدو مشورو وروسته جوړ شو.
د لبنان نوي لومړي وزیر نواف سلام ویلي، حکومت به یې اقتصادي اصلاحات راولي، څو هېواد د بیارغونې امکاناتو ته لاسرسی ومومي او له وروستي جنګ وروسته د پانګوالو د جلب زمینه برابره کړي.
نوی حکومت له سیاسي ګوندونو سره د دریو اونیو له مشورو وروسته اعلان شوی.
د شنونکو په باور د دې حکومت اصلي تمرکز به د اقتصادي وضعیت پر ښه والی، د پانګوالو جلب او د لبنان د داخلي سیاسي ثبات ټینګښت وي.
لبناني ولس او نړیواله ټولنه د نوي حکومت د اقداماتو ته په تمه دي، څو معلومه شي چې آیا دا اداره کولای شي د هېواد اقتصادي او سیاسي ستونزو ته حللار ومومي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/