لبنان کې د نواف سلام په مشرۍ نوی حکومت اعلان شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لبنان ولسمشر جوزف عون د نږدې دوه کلن موقت حکومت وروسته پرون د نواف سلام په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړ.

دا حکومت ۲۴ وزیران لری او د سیاسی ګوندونو تر اوږدو مشورو وروسته جوړ شو.

د لبنان نوی لومړی وزیر نواف سلام ویلی، حکومت به یې اقتصادی اصلاحات راولی، څو هېواد د بیارغونې امکاناتو ته لاسرسی ومومی او له وروستی جنګ وروسته د پانګوالو د جلب زمینه برابره کړی.

نوی حکومت له سیاسی ګوندونو سره د دریو اونیو له مشورو وروسته اعلان شوی.

د شنونکو په باور د دې حکومت اصلی تمرکز به د اقتصادی وضعیت پر ښه‌ والی، د پانګوالو جلب او د لبنان د داخلی سیاسی ثبات ټینګښت وی.

لبنانی ولس او نړیواله ټولنه د نوی حکومت د اقداماتو ته په تمه دی، څو معلومه شی چې آیا دا اداره کولای شی د هېواد اقتصادی او سیاسی ستونزو ته حل‌لار ومومی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.