کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې لبنان کې د مخابراتی توکو د چاودنې له امله د حـ زب الله ۹ کسان وژل شوی او د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان نور ټپیان دی.
د لبنان د روغتیا وزیر په وینا پېښه د لبنان په جنوب الضاحیه سیمه کې د مخابراتی توکو د چاودنې له امله شوې، چې په کې نهه تنه وژل شوی هم دی.
په بیروت کې د ایران سفارت هم اعلان وکړ چې په لبنان کې د ایران سفیر، مجتبى أمانی، په سطحی ډول ټپی شوی خو روغتیایی حالت یې ښه دی.
بل لور د اسراییلو ۱۲ تلوېزیونی چېنل خبر ورکړی، چې د لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یو جګپوړی سلاکار په یو ټویټ کې اشاره کړې، چې اسراییل په لبنان کې د مخابراتی وسایلو د چاودنو تر شا لاس لری.
رسنیو د اسراییلی سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو امنیتی ادارې باور لری چې حـ زب الله د اسراییل پر ضد د پوځی عملیاتو د پیلولو پلان لری.
همدارنګه، اسراییل ټوډی د یوې امنیتی سرچینې په حواله ویلی چې په تېرو ساعتونو کې د حـ زب الله سره د جګړې د احتمال په اړه شدیدې امنیتی سلا مشورې روانې دی.
دغو رسنیو ته سرچینو ویلی، چې له حـ زب الله سره د اسراییلو کړکېچ خورا لوړې کچې ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ