لرې پرتو سیمو ته د مخابراتی خدمتونو د رسولو تړونونه لاسلیک شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۴مه نېټه):
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د رییس الوزرا د اقتصادی مرستیال شتون کې له خصوصی مخابراتی شرکتونو سره د ۳ سوه ۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتی خدمتونو رسولو قراردادونه لاسلیک کړل.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل چې دوی په ټول توان هڅه کوی، څو افغانانو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په ښه او لوړ کېفیت مخابراتی خدمتونه هم وړاندې کړی.
د دغو تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ام ‌ټی‌ ان مخابراتی شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک مخابراتی خدمتونو ته لاسرسی نه لری، مخابراتی خدمتونه وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.