معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې ۱ زر ۹۶ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې ۱ زر ۹۶ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي، چې د بشري مرستو په لړ کې د لغمان ولايت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RRDPO) مؤسسې په همکارۍ د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۰۹۶ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د خبر پر بنسټ دغه مرسته کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړي، ۶ کیلو دال، ۳۳ پاکټه د ماشومانو حلوا او یو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
لغمان ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښۀ تطبیق په موخه نظارت ترسره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې په منظم ډول به دغه مرستې تر مستحقو کورنيو رسوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس