لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې ۱ زر ۹۶ کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست ویلی، چې د بشری مرستو په لړ کې د لغمان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکی پروګرام (WFP) په مالی مرسته او د (RRDPO) مؤسسې په همکارۍ د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۰۹۶ بېوزله کورنیو خوراکی توکی ووېشل شول.
د خبر پر بنسټ دغه مرسته کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړی، ۶ کیلو دال، ۳۳ پاکټه د ماشومانو حلوا او یو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
لغمان ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د بشری مرستو څخه د ښۀ تطبیق په موخه نظارت ترسره کوی او ولسونو ته ډاډ ورکوی، چې په منظم ډول به دغه مرستې تر مستحقو کورنیو رسوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.