کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه دوه تنه چې د اخلاقی فساد په تور نیول شوی و، تېره ورځ د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د عامو ولسونو پر وړاندې په ۳۰/۳۰ درو تعزیری سزا او په یو کال بند باندې محکوم شول.
د خبر پر بنسټ، پر درو د دغو خلکو د وهلو لپاره د ولایت مقام ترڅنګ عیدګاه مسجد تر څېرمه ستره غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ګڼ شمېر ځایی چارواکو او ولسی وګړو برخه لرله.
ځایی مسوولینو پخپلو خبرو کې د اسلام له نظره د اخلاقی فساد پر زیانونو خبرې وکړې او ژمنتیا یې وښوده، چې د الهی حکم هر سرغړوونکی سره به ورته عمل تکراروی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ