معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د اطلاعات او کلتور مسوولین د دوو تاریخي سیمو د کشف خبر ورکوي

لغمان کې د اطلاعات او کلتور مسوولین د دوو تاریخي سیمو د کشف خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست ویلي، چې د ګرځندوی امریت او د تاریخي آبداتو د ساتنې مدیریت یې د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر او ننګرهار ته په غځېدلي سړک عزیز خان کڅ سیمه کې دوه تاریخي سیمې کشف کړې دي.
د مسوولینو په وینا د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر سیمه کې د خزانې په نوم هغه غونډۍ کشف شوې، چې تاریخي اهمیت لري.
د دوی په خبره یادې غونډۍ کې تاریخي اثار، د جوړو شویو ودانیو نښې او کیندنې لیدل کیږي، چې له تاریخي پلوه د اهمیت وړ دي.
بل لور ته بیا د همدې ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې د شاه زمان غونډۍ چې د تور غر لمن کې پرته ده، د رڼو چینو د اوبو ترڅنګ ځانګړی تاریخي اهمیت لري.
د فرهنګ او ګرځندوی امریت ویلي، چې دوی به د یادو تاریخي سیمو اړوند مرکز ته معلومات ورکړي، څو له دوی سره په قانوني ډول ثبت او وساتل شي.
لغمان کې ګڼ شمېر تاریخي سیمې شتون لري چې د مسوولینو په وینا هڅه کوي، نورې تاریخي سیمې هم کشف کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس