لغمان کې د اطلاعات او کلتور مسوولین د دوو تاریخی سیمو د کشف خبر ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست ویلی، چې د ګرځندوی امریت او د تاریخی آبداتو د ساتنې مدیریت یې د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر او ننګرهار ته په غځېدلی سړک عزیز خان کڅ سیمه کې دوه تاریخی سیمې کشف کړې دی.
د مسوولینو په وینا د قرغیو ولسوالۍ اړوند مشلې کمر سیمه کې د خزانې په نوم هغه غونډۍ کشف شوې، چې تاریخی اهمیت لری.
د دوی په خبره یادې غونډۍ کې تاریخی اثار، د جوړو شویو ودانیو نښې او کیندنې لیدل کیږی، چې له تاریخی پلوه د اهمیت وړ دی.
بل لور ته بیا د همدې ولسوالۍ اړوند عزیزخان کڅ سیمه کې د شاه زمان غونډۍ چې د تور غر لمن کې پرته ده، د رڼو چینو د اوبو ترڅنګ ځانګړی تاریخی اهمیت لری.
د فرهنګ او ګرځندوی امریت ویلی، چې دوی به د یادو تاریخی سیمو اړوند مرکز ته معلومات ورکړی، څو له دوی سره په قانونی ډول ثبت او وساتل شی.
لغمان کې ګڼ شمېر تاریخی سیمې شتون لری چې د مسوولینو په وینا هڅه کوی، نورې تاریخی سیمې هم کشف کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.