لغمان کې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مهترلام ښاروالۍ مسوولینو په روان کال کې د سل میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶ بېلابېلو پروژو د پلی کېدو خبر ورکوی.

د مهترلام ښاروال رحمت الله شهامت رسنیو ته ویلی، چې د مهترلام ښار د ښکلا، سمسورتیا او خلکو ته د لا ښه آسانتیاوو د برابرولو په موخه به سږکال د سل میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶ بېلابېلې پروژې پلی کړی.

د نوموړی په وینا د یادو پروژو په پلې کېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.

د دوی په وینا د دغو پروژو ډېره برخه به  پراختیایی چارو ته ځانګړې وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.