کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
ګهیځ ته له سیمې څخه ځایی سرچینو ویلی، چې دغه پېښه لغمان دولت شاه ولسوالۍ د نویا درې په کشلام سیمه کې رامنځته شوې ده.
دوی ویلی چې د دغې صرف ډوله موټر په اوښتو کې ۱۳ تنه ټپیان شوی دی.
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر هم پېښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د پېښې لس ټپیان د مهترلام ولایتی روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ