کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د امنیې قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو ویلی، چې بادپښ ولسوالۍ کې یې د نشه یی توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد مدیریت اداری امر ویلی، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په بادپښ ولسوالۍ کې د شیشې په نوم یوه کارخونه کشف کړې او شپږ تنه یې هم ورسره یوځای نیولی دی.
هغه وایی، دوی په دغه کارخونه کې ۶۶ لیتره هایدرو سدیم، ۲۲ لیتره تېزاب، ۵۰ کیلو ګرامه چونه، د بوټو د میده کولو ماشین، دوه اوسپنیزې تختې، یوپایه جنراتور، ۶ بیلرونه، یوه پایه الکترونیکی ترازو او ۱۲ لیتره هایدرو اسید تیزاب نیول شوی دی.
نوموړی زیاتوی، له نیول شویو کسانو څېړنې رواندې دی، چې ژر به عدلی او قضایی ارګانونو ته ور وپېژندل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ