معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ولسونو لخوا د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړیږي

لغمان کې د ولسونو لخوا د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۲مه  نېټه):

د راپورونو له مخې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په کنده کلي کې د ولسونو په مالي مرسته د کندې قومونو د پیوستون پل د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد پله د پیل په مراسمو کې د لغمان والي ویلي، پر یاد پل شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ولسونو او سوداګرو لخوا ورکول کیږي.

د یادې پروژې انجینر محمد قاضي نیازي ویلي، دغه پل به ۶۸ متره اوږدوالی او ۷.۵ متره پراخوالی ولري چې په اساسي او پاخه شکل به جوړ شي.

بل لور ته د سیمې خلک وايي، چې دغه پل د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه سره وصلوي چې په جوړېدو سره به یې د زرګونو کورنیو ترمنځ د تګ – راتګ ستونزه حل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس