کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۲مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په کنده کلی کې د ولسونو په مالی مرسته د کندې قومونو د پیوستون پل د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد پله د پیل په مراسمو کې د لغمان والی ویلی، پر یاد پل شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځی چې د ولسونو او سوداګرو لخوا ورکول کیږی.
د یادې پروژې انجینر محمد قاضی نیازی ویلی، دغه پل به ۶۸ متره اوږدوالی او ۷.۵ متره پراخوالی ولری چې په اساسی او پاخه شکل به جوړ شی.
بل لور ته د سیمې خلک وایی، چې دغه پل د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه سره وصلوی چې په جوړېدو سره به یې د زرګونو کورنیو ترمنځ د تګ – راتګ ستونزه حل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ