کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند حسن آباد سیمه کې د جاپان هېواد په مالی ملاتړ او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو موسسې له لوری د طبیعی پېښو د تاثیراتو د کمښت په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروژې له لارې د سیند په مسیر د یو استنادی دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ، د یاد ولایت والی ویلی، چې دغه دېوال ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی او ۳ متره پلنوالی لری، چې ۱۵۵ زره امریکایی ډالره لګښت پرې راځی او د څلور میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شی.
د نوموړی په خبره د یادې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا زر جریبه ځمکه او ۵ سوه کورونه د سېلابونو له خطر څخه مصوون شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ