کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دغه ولایت کې د مهترلام ښاروالۍ په لګښت د مرکز اړوند بېلابېلو سیمو کې د ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت د پنځو انکشافی پروژو چارې پیل او د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوه.
د لغمان ولایتی ادارې ویلی، په یادو پروژو ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانۍ لګښت راځی چې د موټرو تم ځای، پلچکونه، پلې لارې، د ویالو سنګ کاری او د فاتحه خوانی خونې بیا جوړونې په کې شاملې دی.
د خبر له مخې دغه پروژې چارې چې اوس په کې ۲۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې، د پنځو میاشتو په موده کې به بشپړې شی.
د دغه ولایت والی د پروژې تطبیق کوونکی شرکت او مهترلام ښاروال ته سپارښتنې وکړې، چې د پروژې په پلی کولو کې له پوره دقت څخه کار واخلی او کارونه یې په خپل وخت خلاص کړی.
نوموړی ټینګار کړی، چې یادو چارو کې دې چاته د درغلۍ او فساد اجازه ورنه کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ