کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ لخوا د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو پروژو چارې پیل شوې.
د لغمان سرپرست والی د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ویلی، دا ډول رغنیزې پروژې د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د ښاری چاپېریال ښه کولو برخه کې مهمې دی.
په ورته مهال د مهترلام ښاروال ویلی، دغو پروژو کې د دوه ژورو څاه ګانو کیندل، د تنویری پایو جوړول او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د شل لویو کثافت دانیو جوړول شامل دی، چې د ښار د پاکوالی او ښېرازۍ لپاره مهم ګام دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ