لغمان کې د ۷ زره ډالرو په ارزښت حېوانی کلینک جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، چې د علینګار ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه کې د ۷ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د څارویو لپاره یو باب حېوانی کلینیک جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبر پر بنسټ، دغه کلینیک د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې DCA موسسې په مالی ملاتړ جوړ شو، چې د کلینیک لپاره یې اړین وسایل او تجهزیات هم ور وسپارل.
یاد کلینیک د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حېوانی روغتیا آمر، د علینګار ولسوالۍ د کرنیزو چارو د ترویج مدیر او د هالېنډ کمېټې ولایتی مسوولینو په شتون کې د پټۍ په پریکولو سره کارکوونکو ته په واک کې ورکړل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.