کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې علینګار ولسوالۍ کې د ۸۵ لکه افغانیو په ارزښت د ۲۹۲ حلقوی څاه ګانو د بیا ترمیم چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمیټې ICRC د دوه میاشتو په موده کې ترسره کیږی، چې په تطبیق سره به یې زرګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شی.
د سیمې اوسیدونکی دغه پروژه په علینګار ولسوالۍ کې یوه حیاتی پروژه بولی او خوښی څرګندوی، چې د دغې پروژې په تطبیق سره به د پاکو اوبو د کمښت ستونزه ختمه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ