لغمان کې د ۲۴ تجارتي غرفو د ایښودلو په بدل کې ۵ لکه افغانۍ رشوت اخېستل شوی
راپور: نجیب الله ثاقب/ لغمان
لغمان چې د هېواد د اداري واحدونو د وېش له مخې د لوړ عاید ترانسپورټېشن څخه په ګوښه موقعیت کې قرار لري، ترڅنګ یې د لغمان جغرافیوي موقعیت، طبیعي جوړښت او په دغه ولایت کې د صنعت نه شتون هغه عوامل دي، چې د یاد ولایت ډېری خلک کښت او زراعت ته مخه کړي. ولایت مرکز مهترلام ښار هم په یوه زراعتي سیمه کې موقعیت لري. له همدې امله مهترلام ښار نسبتاً تنګ او د ښاریانو بیروبار په کې ډېر دی، چې ځینې وخت آن په دغه موضوعاتو د ولایت د رهبرۍ په کچه خبرې او پرېکړې هم کېږي.
د ښار ځینې برخو کې ډېره ګڼه – ګوڼه د ښاریانو د ځورېدو سبب کېږي. یو له دغو سیمو څخه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ختیځ لور کوچنۍ پلې لاره وه، چې د ډېرې ګڼې – ګوڼې له امله په کې تګ – راتګ سخت ؤ.
په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د مهترلام ښاوالۍ په غوښتنه ښاروالۍ او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په ګډ تفاهم سره د ولایت رهبرۍ د پرېکړې په اساس یاد دېوال د ښاروالۍ د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه، د پلې لارې ازادېدو لپاره ونړوله. په دې سره ۱۲۰ متر مربع ځمکه د زراعت ریاست څخه رابېله او پلې لاره په کې جوړه شوه، خو دوه کاله وروسته د ښاروالۍ لخوا یاده پلې لاره په سوداګریز مارکېټ باندې بدلیږي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دا چې د پلې لارې لپاره ځانګړې شوې دغه سیمه څه ډول پر سوداګریز مارکېټ باندې بدله شوه؟
ګهیځ یې په اړه څېړنه ترسره کړې.
د ګهیځ خبریال ته په ښاروالۍ کې یوې باوري پټې سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط ویلي، چې د دغو غرفو په ایښودلو کې له قراردادي څخه د مهترلام ښاروال او والي ۵ سوه زره افغانۍ رشوت اخیستی دی.
د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزی په یاده موضوع کې د فساد په هکله چوپ پاتې کېږي. نوموړی یادونه کوي چې په دې تړاو دې د لغمان له والي څخه پوښتنه وشي، خو کله چې ګهیځ په دې موضوع د لغمان ولایتي اداره پوښتي، د لغمان ولایت مقام ویاند اسدالله دولتزی یې په غبرګون کې وايي:
((دا مسأله لږ ابعاد او دا شیان لري، تاسو باید په دې اړه د زراعت رئیس او ښاروالۍ سره خبرې وکړئ.))
د یادو ۲۴ غرفو قرارداد چې د مهترلام ښاروالۍ او هجرت الله ولد حاجي محمد اسلم ترمنځ شوی دی، خپله هجرت الله په کې د فساد تورونه بې اساسه بولي. د ده په خبره له قانوني لارې یې قرارداد ترلاسه کړی او غرفې یې نصب کړي دي، چې په بدل کې یې هره میاشت ۶۴ زره افعانۍ ښاروالۍ ته تحویلوي.
د هجرت الله له لوري ښاروالۍ ته د هرې غرفې په بدل کې ۲۶۶۶ افغانۍ ورکول کېږي، خو د نوموړي له خوا هر غرفې اخېستونکي شخص څخه ۱۰ زره افغانۍ اخېستل کېږي.
بختیار نومی دوکاندار چې په وینا یې لږه موده کېږي دوکانداري یې پیل کړې، همدلته په یوه غرفه کې خولۍ، واسکټونه او دستمالونه پلوري.
نوموړی وایي:
((ددې غرفو مسؤول حاجي صیب کاکا جان(د هجرت ورور) دی، له ما څخه د یوې میاشتې لس زره افغانۍ اخلي، بازارونه ډېر کمزوري دي، دا کرایه هم پرې په ډېره مشکله پوره کوو. څه وکړو؟ مجبوري ده.))
له دې مسایلو هاخوا د غرفو له امله لار تنګۍ هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
حنیف الله چې د هوا یخولو کولر یې په اوږه ایښی روان ؤ، ګهیځ ته د لارې له بیا تنګېدلو سر وټکاوه.
نوموړي وویل:
((کولر مې نوی واخېست، د کلي هډې ته یې وړم، خو دلته د لار تنګوالي له امله یې په اخېستو پښېمانه کړم. ډېر په مشکله مې له دغه ځایه څخه راتېر کړ. ټول رش همدې ځای کې دی، چې لاره یې تنګه کړې ده.))
کلیم الله د علینګار اوسېدونکی دی. نوموړي د خپل کور تورسرې ډاکټر ته د درملو لپاره له دغې لارې بوتللې.
ګهیځ سره په خبرو کې یې زیاته کړه:
((اوس له کلي راغلو. ډاکتر ته روان یو. ژر – ژر ځو چې نوبت ونیسو، خو دلته دومره ډېر بیروبار دی چې مه کوه پوښتنه. دلته یې ولې بیا غرفې ایښودلې؟ دې ځای کې غرفو ایښودلو ته هېڅ ضرورت نه وو، هم هغه پلې لاره ښه وه. خلک به ډېر په اسانۍ په کې تلل – راتلل.))
تور سرې حلیمې هم چکس په لاس ګوډو مات قدمونه اخیستل، ګهیځ ته یې وویل:
((زویه! خلک جومات ورانوي لاره پرېدي، خو زمونږه حکومت بیا لارې بندوي. دغه دوکانونه به یې بل چېرته جوړ کړي وو، ته خو مې وینې چې دومره ډېرو خلکو کې زه څومره په تکلیف راغلم.))
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر محمد جمیل خوشحال هم له ګهیځ سره په خبرو کې یادونه وکړه، چې یادو غرفو خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولي.
خوشحال ګهیځ ته وویل:
((لومړۍ ستونزه دا ده چې غرفې له دېوال سره وصل دي. د امنیتي ستونزو د پېښېدو امکان ډېر دی. د دې ترڅنګ دوکانداران کثافات د ریاست داخل ته را اچوي. بله دا چې د ریاست ودانۍ او نما یې پنا کړې ده. د لار تنګوالي مسأله خو تاسو ته ښه جوته ده.))
د نوموړي په خبره یاده ساحه د ښاروالۍ ښاري ماسټر پلان کې د پلې لارې په توګه شامله ده، خو ښاروالۍ(۱۳۹۷هـ ل) کال د ولایت له پرېکړې را وروسته دوه کاله پس(۱۳۹۹هـ ل) کال په کې غرفې کېښودې، چې له امله یې خلکو ته هم ستونزې زېږېدلي دي.
دی وايي:
((د دې ستونزې د حل په موخه مې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د لغمان ولایت مقام ته مکتوبونه لېږلي دي، خو د ولایت مقام او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لخوا بېرته موږ ته ځواب نه دی راکړل شوی.))
جمیل خوشحال وایي، د امنیتي ستونزو، د ښاریانو ګڼې – ګوڼې، د مراجعینو د تګ – راتګ اسانتیاوو او ځینو نورو ستونزو ته په کتو باید دا غرفې هر څه ژر لرې کړل شي.
د دغو غوښتنو په غبرګون کې بیا د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي ګهیځ ته وویل:
((کومو سیمو کې چې ګڼه – ګوڼه زیاته وي، دوی د ښاروالۍ د عایداتو د لوړولو په موخه کولی شي، هلته غرفې کېږدي))
د ده په وینا له یادو غرفو څخه د یوې میاشتې ۶۴ زره افغانۍ د ښاروالۍ په عوایدو کې ډېریږي. دغه راز د زراعت رئیس دې اندېښنې ته چې ممکن له دې غرفو څخه په استفادې یې کارمندانو ته امنیتي ستونزې جوړې شي وایي:
((دا افغانستان دی، امنیت په ټول هېواد کې خراب دی، دوی دې خپله ستونزه له امنیتي ادارو سره شریکه کړي.))
هېواد کې د دغه ډول کړنو له امله چې پایله یې ولس ته سرخوږی وي، تر ډېره د حکومت او ولس ترمنځ د واټن په زېږون کې رغنده رول لوبولی.
د دغو غرفو له امله د ستونزو زېږېدو ترڅنګ لویه مسأله د رشوت ورکړې ده.
د هېواد د اساسي قانون له مخې رشوت اخیستل او رشوت ورکول منع دي. د جزاکود ۳۷۱ مادې د ۵ فقرې لمخې په هغه صورت کې چې د رشوت وجه له سلو زرو څخه زیات تر یو میلیون افغانیو پورې وي، له دریو څخه تر پنځه کالو متوسط حبس باندې به محکومیږي، خو دا چې دغه قضیه کې د فساد په اړه چارواکي ولې چوپه خوله دي؟
د چارو د څارونکو په باور چارواکي په دغه ډول قضیو کې د ملګرتیا، خپلوي او یا هم خپلې ښکېلتیا له امله خاموش پاتې کېږي او پر قضیې باندې یو ډول نه یو ډول د خاورې اړولو هڅه کوي.
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / لغمان کې د ۲۴ تجارتي غرفو د ایښودلو په بدل کې ۵ لکه افغانۍ رشوت اخېستل شوی