لغمان کې د ۲۴ تجارتی غرفو د ایښودلو په بدل کې ۵ لکه افغانۍ رشوت اخېستل شوی

لغمان کې د ۲۴ تجارتی غرفو د ایښودلو په بدل کې ۵ لکه افغانۍ رشوت اخېستل شوی
راپور: نجیب الله ثاقب/ لغمان
لغمان چې د هېواد د اداری واحدونو د وېش له مخې د لوړ عاید ترانسپورټېشن څخه په ګوښه موقعیت کې قرار لری، ترڅنګ یې د لغمان جغرافیوی موقعیت، طبیعی جوړښت او په دغه ولایت کې د صنعت نه شتون هغه عوامل دی، چې د یاد ولایت ډېری خلک کښت او زراعت ته مخه کړی. ولایت مرکز مهترلام ښار هم په یوه زراعتی سیمه کې موقعیت لری. له همدې امله مهترلام ښار نسبتاً تنګ او د ښاریانو بیروبار په کې ډېر دی، چې ځینې وخت آن په دغه موضوعاتو د ولایت د رهبرۍ په کچه خبرې او پرېکړې هم کېږی.
د ښار ځینې برخو کې ډېره ګڼه – ګوڼه د ښاریانو د ځورېدو سبب کېږی. یو له دغو سیمو څخه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ختیځ لور کوچنۍ پلې لاره وه، چې د ډېرې ګڼې – ګوڼې له امله په کې تګ – راتګ سخت ؤ.
په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د مهترلام ښاوالۍ په غوښتنه ښاروالۍ او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په ګډ تفاهم سره د ولایت رهبرۍ د پرېکړې په اساس یاد دېوال د ښاروالۍ د ښاری ماسټر پلان د تطبیق په موخه، د پلې لارې ازادېدو لپاره ونړوله. په دې سره ۱۲۰ متر مربع ځمکه د زراعت ریاست څخه رابېله او پلې لاره په کې جوړه شوه، خو دوه کاله وروسته د ښاروالۍ لخوا یاده پلې لاره په سوداګریز مارکېټ باندې بدلیږی، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
دا چې د پلې لارې لپاره ځانګړې شوې دغه سیمه څه ډول پر سوداګریز مارکېټ باندې بدله شوه؟
ګهیځ یې په اړه څېړنه ترسره کړې.
د ګهیځ خبریال ته په ښاروالۍ کې یوې باوری پټې سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط ویلی، چې د دغو غرفو په ایښودلو کې له قراردادی څخه د مهترلام ښاروال او والی ۵ سوه زره افغانۍ رشوت اخیستی دی.
د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزی په یاده موضوع کې د فساد په هکله چوپ پاتې کېږی. نوموړی یادونه کوی چې په دې تړاو دې د لغمان له والی څخه پوښتنه وشی، خو کله چې ګهیځ په دې موضوع د لغمان ولایتی اداره پوښتی، د لغمان ولایت مقام ویاند اسدالله دولتزی یې په غبرګون کې وایی:
((دا مسأله لږ ابعاد او دا شیان لری، تاسو باید په دې اړه د زراعت رئیس او ښاروالۍ سره خبرې وکړئ.))
د یادو ۲۴ غرفو قرارداد چې د مهترلام ښاروالۍ او هجرت الله ولد حاجی محمد اسلم ترمنځ شوی دی، خپله هجرت الله په کې د فساد تورونه بې اساسه بولی. د ده په خبره له قانونی لارې یې قرارداد ترلاسه کړی او غرفې یې نصب کړی دی، چې په بدل کې یې هره میاشت ۶۴ زره افعانۍ ښاروالۍ ته تحویلوی.
د هجرت الله له لوری ښاروالۍ ته د هرې غرفې په بدل کې ۲۶۶۶ افغانۍ ورکول کېږی، خو د نوموړی له خوا هر غرفې اخېستونکی شخص څخه ۱۰ زره افغانۍ اخېستل کېږی.
بختیار نومی دوکاندار چې په وینا یې لږه موده کېږی دوکانداری یې پیل کړې، همدلته په یوه غرفه کې خولۍ، واسکټونه او دستمالونه پلوری.
نوموړی وایی:
((ددې غرفو مسؤول حاجی صیب کاکا جان(د هجرت ورور) دی، له ما څخه د یوې میاشتې لس زره افغانۍ اخلی، بازارونه ډېر کمزوری دی، دا کرایه هم پرې په ډېره مشکله پوره کوو. څه وکړو؟ مجبوری ده.))
له دې مسایلو هاخوا د غرفو له امله لار تنګۍ هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
حنیف الله چې د هوا یخولو کولر یې په اوږه ایښی روان ؤ، ګهیځ ته د لارې له بیا تنګېدلو سر وټکاوه.
نوموړی وویل:
((کولر مې نوی واخېست، د کلی هډې ته یې وړم، خو دلته د لار تنګوالی له امله یې په اخېستو پښېمانه کړم. ډېر په مشکله مې له دغه ځایه څخه راتېر کړ. ټول رش همدې ځای کې دی، چې لاره یې تنګه کړې ده.))
کلیم الله د علینګار اوسېدونکی دی. نوموړی د خپل کور تورسرې ډاکټر ته د درملو لپاره له دغې لارې بوتللې.
ګهیځ سره په خبرو کې یې زیاته کړه:
((اوس له کلی راغلو. ډاکتر ته روان یو. ژر – ژر ځو چې نوبت ونیسو، خو دلته دومره ډېر بیروبار دی چې مه کوه پوښتنه. دلته یې ولې بیا غرفې ایښودلې؟ دې ځای کې غرفو ایښودلو ته هېڅ ضرورت نه وو، هم هغه پلې لاره ښه وه. خلک به ډېر په اسانۍ په کې تلل – راتلل.))
تور سرې حلیمې هم چکس په لاس ګوډو مات قدمونه اخیستل، ګهیځ ته یې وویل:
((زویه! خلک جومات ورانوی لاره پرېدی، خو زمونږه حکومت بیا لارې بندوی. دغه دوکانونه به یې بل چېرته جوړ کړی وو، ته خو مې وینې چې دومره ډېرو خلکو کې زه څومره په تکلیف راغلم.))
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر محمد جمیل خوشحال هم له ګهیځ سره په خبرو کې یادونه وکړه، چې یادو غرفو خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولی.
خوشحال ګهیځ ته وویل:
((لومړۍ ستونزه دا ده چې غرفې له دېوال سره وصل دی. د امنیتی ستونزو د پېښېدو امکان ډېر دی. د دې ترڅنګ دوکانداران کثافات د ریاست داخل ته را اچوی. بله دا چې د ریاست ودانۍ او نما یې پنا کړې ده. د لار تنګوالی مسأله خو تاسو ته ښه جوته ده.))
د نوموړی په خبره یاده ساحه د ښاروالۍ ښاری ماسټر پلان کې د پلې لارې په توګه شامله ده، خو ښاروالۍ(۱۳۹۷هـ ل) کال د ولایت له پرېکړې را وروسته دوه کاله پس(۱۳۹۹هـ ل) کال په کې غرفې کېښودې، چې له امله یې خلکو ته هم ستونزې زېږېدلی دی.
دی وایی:
((د دې ستونزې د حل په موخه مې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د لغمان ولایت مقام ته مکتوبونه لېږلی دی، خو د ولایت مقام او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لخوا بېرته موږ ته ځواب نه دی راکړل شوی.))
جمیل خوشحال وایی، د امنیتی ستونزو، د ښاریانو ګڼې – ګوڼې، د مراجعینو د تګ – راتګ اسانتیاوو او ځینو نورو ستونزو ته په کتو باید دا غرفې هر څه ژر لرې کړل شی.
د دغو غوښتنو په غبرګون کې بیا د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزی ګهیځ ته وویل:
((کومو سیمو کې چې ګڼه – ګوڼه زیاته وی، دوی د ښاروالۍ د عایداتو د لوړولو په موخه کولی شی، هلته غرفې کېږدی))
د ده په وینا له یادو غرفو څخه د یوې میاشتې ۶۴ زره افغانۍ د ښاروالۍ په عوایدو کې ډېریږی. دغه راز د زراعت رئیس دې اندېښنې ته چې ممکن له دې غرفو څخه په استفادې یې کارمندانو ته امنیتی ستونزې جوړې شی وایی:
((دا افغانستان دی، امنیت په ټول هېواد کې خراب دی، دوی دې خپله ستونزه له امنیتی ادارو سره شریکه کړی.))
هېواد کې د دغه ډول کړنو له امله چې پایله یې ولس ته سرخوږی وی، تر ډېره د حکومت او ولس ترمنځ د واټن په زېږون کې رغنده رول لوبولی.
د دغو غرفو له امله د ستونزو زېږېدو ترڅنګ لویه مسأله د رشوت ورکړې ده.
د هېواد د اساسی قانون له مخې رشوت اخیستل او رشوت ورکول منع دی. د جزاکود ۳۷۱ مادې د ۵ فقرې لمخې په هغه صورت کې چې د رشوت وجه له سلو زرو څخه زیات تر یو میلیون افغانیو پورې وی، له دریو څخه تر پنځه کالو متوسط حبس باندې به محکومیږی، خو دا چې دغه قضیه کې د فساد په اړه چارواکی ولې چوپه خوله دی؟
د چارو د څارونکو په باور چارواکی په دغه ډول قضیو کې د ملګرتیا، خپلوی او یا هم خپلې ښکېلتیا له امله خاموش پاتې کېږی او پر قضیې باندې یو ډول نه یو ډول د خاورې اړولو هڅه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.