کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت په لندن کې د افغانستان سفارت ته خبر ورکړی دی، چې خپله دروازه وتړي او چارې پای ته ورسوي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوې رسمي اعلاميه کې دغه تصميم په لندن کې د جمهوري دولت سفير زلمي رسول ته سپارلی، خو په ورته مهال بريتانيا وايي، دغه سفارت به اوسني افغان حکومت ته ونه سپارل شي او سمدستي به يې خدمات د ټولو مراجعينو پر مخ بند وي.
افغان حکومت لا تر دې دمه د دغه سفارت د چارو بندښت په تړاو رسما څه نه دي ویلي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/