کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت په لندن کې د افغانستان سفارت ته خبر ورکړی دی، چې خپله دروازه وتړی او چارې پای ته ورسوی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوې رسمی اعلامیه کې دغه تصمیم په لندن کې د جمهوری دولت سفیر زلمی رسول ته سپارلی، خو په ورته مهال بریتانیا وایی، دغه سفارت به اوسنی افغان حکومت ته ونه سپارل شی او سمدستی به یې خدمات د ټولو مراجعینو پر مخ بند وی.
افغان حکومت لا تر دې دمه د دغه سفارت د چارو بندښت په تړاو رسما څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ