کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د برېټانیا ډیلی مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په لندن کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت نن سهار د امنیتی تهدیداتو له وجې وتړل شو او دننه خلکو ته لارښوونه وشوه، چې له کړکیو څخه لرې پاتې شی.
یوه عینی شاهد چې سفارت ته څېرمه اوسیږی، ډیلی میل ته ویلی چې امنیتی ځواکونه او روزل شوی سپی په سیمه کې ګزمې کوی.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې د دغه سفارت د تخلیه کولو مشخص لامل څه و؟
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پای کې هم اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پاکستان په پلازمېنه کې په یوه هوټل کې د دغه هېواد پر اتباعو د احتمالی برید خبرداری ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ