کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له اتو ورځو بندښته نن د تورخم دروازه د هر ډول تګ – راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوه.
یاد بندر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه سوداګریزه او مسافری لار ده، د پاکستان له خوا تړل شوې وه.
د پاکستان چارواکو د بندېدو دلیل د افغانستان لخوا د نویو تاسیساتو جوړول یاد کړی وو.
که څه هم تر اوسه دواړو خواوو د دروازې خلاصون په اړه رسمی څرګندونې نه دی کړې، خو ځایی سرچینې وایی، د خلکو او سوداګرو تګ – راتګ عادی حالت ته راګرځېدلی دی.
تر دې وړاندې ګهیځ نیوز ته یوې سرچینې هم نن ورځ د لارې د خلاصون خبر تایید کړی و.
د تورخم دروازې بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته درانه مالی زیانونه اړولی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ