له ازبکستان سره د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې هوکړې وشوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست له ازبکستانی پلاوی سره بېلابېلو برخو کې د ۴.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې.

نورالدین عزیزی له ازبکستانی پلاوی سره په کتنه کې دغه راز هغوی ته وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه هرکال د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې لږ تر لږه پنځه نندارتونونه جوړ شی.

د دغه وزارت رسنیز دفتر له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحی سوداګرۍ د هوکړه‌ لیک او په سمنګان ولایت کې د سمنټو فابریکې د جوړېدو اړونده چارو او د هغې د پرانیستلو په اړه هم خبرې شوې دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.