کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوی رییس او ورسره مل پلاوی د ازبکستان د انرژۍ له وزیر سره د دې هېواد د سفر پر مهال لیدنه کړې ده.
په دې کتنه کې له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد د ۵۰۰ کیلو ولټ مزی په اړه تخنیکی خبرې شوی.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د اړوند تخنیکی بحثونو تر بشپړېدو وروسته به د دې پروژې چارې پیل شی.
همدارنګه د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان برېښنا شرکت او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د پېرودلو تړون هم لاسلیک شوی، چې د افغانستان لپاره د انرژۍ اړتیاوې پوره کولو کې یو مهم ګام بلل کېږی.
د افغانستان برېښنا شرکت چارواکی وایی، یادې هوکړې به د هېواد د انرژۍ کمښت د حل ترڅنګ د برېښنا لېږد اسانتیاوې ډېرې کړی او د راتلونکو پراختیایی پروژو لپاره به زمینه برابره کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ