کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له افغانستانه د احتمالی ګواښونو په اړه د روسیې اندېښنو ته په غبرګون کې ویلی، افغانستان د دوی د ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او له دې ځایه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته.
فطرت دې برخه کې د روسیې ترڅنګ د نورو بېلابېلو هېوادونو اندېښنې هم بې ځایه بللې دی.
نوموړی زیاته کړې، افغانستان ټولو ګاونډیو په ځانګړی ډول شمالی هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا یې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ثابته کړې هم ده.
افغان حکومت وروسته له هغې دا غبرګون وښود، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل تاجکستانی سیال سره کتنه کې له افغانستانه د احتمالی ګواښونو په اړه اندېښنه وښوده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ