کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان څخه هند ته روان په انځرو بار یو موټر د بلوچستان لورلایی سیمه کې سوځول شوی دی.
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیالۍ دفتر یو تن چارواکی عبدالله عزام پر خپل ټویټر د دغې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده.
نوموړی لیکلی چې، (ورانکارو دا کار کړی»
دی وایی د دغو انځرو ارزښت ۳ لکه امریکایی ډالر و.
عبدالله عزام دا یو (جرم بللی) او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیانمنولی شی.
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیالۍ دفتر دغه چارواکی لیکلی دی، دا په هېڅ صورت د منلو نه دی. د ده په خبره که پاکستان له افغانستان سره ښه اقتصادی او ترانزیتی اړیکې غواړی، باید د دا ډول پېښو مخه ونیسی.
د پاکستان امنیتی چارواکو او په سیمه کې نیمه پوځی ځواک مسوولینو د افغانستان د سرپرست حکومت دا ادعا رد کړې او ویلی دی چې په دې سیمه کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ