له افغانستان تر فلسطینه رنځور اسلامی امت او د اسلامی همکاریو سازمان!!

د اسلامی همکارۍ نړیوال سازمان پنځلسمه سرمشریزه غونډه چې د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه جوړه شوې وه، د فلسطین او اسلامی نړۍ د ځینو نورو هېوادونو د بد وضعیت په اړه له هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېده.

دغه ناسته د لوېدیځې افریقا د “ګامبیا” په مرکز “بانجول” کې جوړه شوې وه چې د اسلامی امت او اسلامی نړۍ ځینو مشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو ډېپلوماټانو پکې ګډون کړی و.

د رسنیزو راپورونو په اساس په یاده ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو د برخې مشر عبدالقهار بلخی ګډون درلود او د غونډې د پای په اعلامیه کې له اوسنی افغان حکومت څخه غوښتل شوی دی ترڅو د نجونو او ښځو د پوهنې او کار د حقونو په ګډون د افغانانو ټول بشری حقونه پر ځای کړی.

د اسلامی همکاریو سازمان دغه سرمشریزې په افغانستان کې د یوه ټولګډونی حکومت پر اړتیا هم ټینګار کړی، چې د اعلامیې تر مخه پدې کار سره به پدغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ډاډ ترلاسه شی.

د رسنیزو راپورونو له مخې یاد سازمان سرمنشی دغه غونډې ته د وینا پر مهال له افغانستان سره د اسلامی هېوادو پر همکارۍ هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې له دغه هېواد سره د بشری مرستو تر څنګ له خلکو سره د اړیکو له لارې غواړی تعامل وکړی او له غړیو هېوادو یې وغوښتل تر څو د اسلامی هېوادونو سازمان لخوا د افغانستان لپاره د بشری مرستو لپاره له ځانګړی جوړ شوی صندوق سره صادقانه همکاری وکړی.

د افغانستان او نورو اسلامی ملکونو تر څنګ د اسلامی همکاریو سازمان په دغه سرمشریزه ناسته کې د فلسطین پر اوسنی وضعیت هم خبرې وشوې او د دغه نړیوال سازمان غړیو هېوادونو پر فلسطین او فلسطینیانو د اسرائیلو تېری غندلی او تر څنګ یې دا غږ هم پورته کړی د فلسطین د خپلواکۍ پېژندلو لپاره په ملګرو ملتونو سازمان کې د خپلواکه فلسطین په اړه غږ بدرګه کړی.

د اسلامی همکاریو سازمان یو نا دولتی سازمان دی چې په څلورو لویو وچو کې یې ۵۷ هېوادونه غړیتوب لری او په نړیواله کچه د نړۍ د اسلامی هېوادونو د ګټو د خوندیتوب او د اسلامی امت پر دردونو د مرهم اېښودلو په موخه جوړ شوی دی. دغه سازمان په ۱۹۶۹ زېږدیز کال کې د صهیونیستانو له خوا په بیت المقدس کې د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې( مسجد الاقصی) ته د اور اچونې د شوم پلان څخه وروسته تأسیس شو خو نن د دې سازمان له جوړښت څخه د کلونو کلونو تر تېرېدو وروسته، نه د دغه سازمان هغه رعب او دبدبه پاتې ده او نه هم د غړیو تر مینځ هغه همکاری او همغږی چې د دې سازمان د جوړښت پر وخت له مسلمانانو سره وه.

که لیرې ولاړ نشو او یوازې د دې سازمان د جوړښت پر وخت د هغه اصلی موخو، اهدافو او غوښتنو ته ځېر شو په ډاګه ښکاری چې دغه سازمان او په ټوله کې د دې سازمان غړی هېوادونه متأسفانه نه هغه موخو ته ژمن پاتې دی چې د تأسیس پر وخت یې درلودې او نه پر هغو کړنلارو عمل کوی چې د تأسیس پر وخت د دغه سازمان لپاره ټاکل شوې وې.

همدا لامل دی چې نن د نړۍ اکثره اسلامی هېوادونه د دې پر ځای چې په نړۍ کې د خوارو او ځپل شویو اسلامی هېوادونو تر څنګ ودرېږی او په نړۍ کې د مظلومو مسلمانانو دفاع وکړی، تر ډېره د خپلو شخصی اهدافو لپاره د اسلامی هېوادونو او مسلمانانو د ټکولو لپاره له لویدیځوال غلیم سره همکاری کوی.

متأسفانه دا یو تریخ واقعیت دی چې نن د نړۍ په کچه لوی او ځواکمن اسلامی او عربی هېوادونه د نړۍ د لوی غلیم امریکا په اشارو څرخېږی او هغه د چا خبره د هغوی ډول ته ګډېږی، که داسې نه وای نن به خوار او مظلوم فلسطینیان پدې حال نه وو او نن به د مسلمانانو لومړۍ قبله د صهیونیستی غلیم په منګولو کې نه وای اسیره او نن به تر یو نیم میلیارد تنو زیات مسلمانان په ګرده نړۍ کې دومره خوار او له پرهرونو ډک نه وای.

د لوېدیځې افریقا په “ګامبیا” هېواد کې جوړې شوې د اسلامی امت او اسلامی هېوادونو د څو مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو دغه وروستۍ دوه ورځنۍ ناستې هم د تېر په شان د کاغذ پر مخ ښې پرېکړې کړی او په ظاهره یې د اسلامی امت د سترې غمېزې (فلسطین) په اړه هم ښې خبرې کړې، خو پوښتنه دا ده چې د نړیوال استکبار تر نېغ تر نېغه ملاتړ لاندې به صهیونیستی غلیم دغه ډول پرېکړو یا دا راز خبروته غاړه کېږدی؟

د اوسنی عصر حالاتو ته په کتو سره متأسفانه دا ځواب منفی دی او داسې نه ښکاری چې له یو بل سره په سیاسی او پوځی رقابت کې ښکیل اسلامی هېوادونه به چې د خپل مسلمان ورور د ټکولو لپاره د لویدیځو استعمارګرو غېږې ته پناه وړی، وکولای شی د لویدیځوال غلیم ښکر ورمات کړای شی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.