له افغان کډوالو سره د ایران ناوړه چلند؛ په کور دننه او بهر کې یې غبرګونونه راپارولی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) له یوې اونۍ راهیسې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو سره د دغه هېواد د حکومت ناوړه چلند په ملی او سیمه ییزه کچه د خلکو غبرګونونه راپارولی او د ایران دا کړنه یې وحشیانه بللې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له ایرانی چارواکو غوښتی، چې له افغان کډوالو سره دې د ظلم پر ځای له مهربانۍ کار واخلی.
نوموړی تېر ماښام پرخپله ټوېټر پاڼه ایران کې له افغان کډوالو سره د شوی ناوړه چلند په اړه لیکلی، چې افغانان تر دې وړاندې هم زوریدلی، دوی ته په کار ده، چې له ورغلو افغانانو سره د زور زیاتی پر ځای له مهربانی کار واخلی او دې ډول چلند ته دې د پای ټکی کېږدی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاری چې ایرانی ځواکونه افغانان وهی، ټکوی او ناوړه چلند ور سره کوی.
د خواله رسنیو کارکوونکی ادعا کوی، چې په یوه خپره شوې ویډیو کې آن لس کلن ماشوم په لومړی په سوکانو وهی او وروسته یې زندۍ کړی.
په هېواد او بهر کې مېشت افغانانو د ایران دا عمل غندلی او د خپلو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په پار یې د «ایران مصنوعی توکی مه اخلۍ» کمپاین پیل کړی دی.
دې چارې د افغانستان د اسلامی امارت اندېښنې هم راپورته کړی او دوه ورځې وړاندې یې په همدې تړاو د ایران سفارت استازی هم ورغوښتی وو.
د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې له ایران غوښتی وو، چې له جبر او زور دې لاس واخلی، پرېږدی چې هېوادوال یې په خپله خوښه خپل هېواد ته را ستانه شی.
خو له افغانانو سره د ایران د دغه ناوړه چلند له دوام لا هم راپورونه ورکول کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.